د باجوړ تحصيل ماموند کښې څلور نور کلي د ترهه ګرو څخه صفا کړې شوي او ضلعي انتظاميې د دغه سيمو نه تلي کډوالو ته د واپسۍ اجازت هم ورکړې دې ۔
باجوړ: ماموند تحصيل کښې ترهه ګرو خلاف سربکف آپريشن جاري دې، د ماموند څلور نورې سيمې د ترهه ګرو څخه کليئر کړې شويدي ۔
ضلعي انتظاميې وئيلي چې دغه سيمو نه کډې کونکو ته خپلو کورونو ته د واپسۍ اجازت هم ورکړې شوې دې ۔
انتظاميې مطابق د ترهه ګرو نه چې کومې څلور سيمې کليئر کړې شوي ، هغې کښې برلغړۍ، مينځنې لغړۍ، لره لغړۍ او ډبرئۍ وړ ماموند شامل دي ۔
دغه علاقو نه کډې کونکي کسانو باندې غږ شوې چې هغوي واپس خپلو کورونو ته راتلې شي ۔