په ملک کښې مېشتۀ غیرقانوني اوسېدونکو خپل وطن ته واپسۍ سلسله جاري ده، پی او آر کارډ لرونکو افغانانو ته ورکړې شوې مهلت ختمېدو نه پس نن هم په سوؤنو افغان خاندانونو لنډيکوتل ټرانزټ کېمپ نه طورخم په لاره ډي پورټ کړې شويدي ۔
طورخم : سرکاری ذرائعو مطابق د آخري مهلت ختميدو نه پس د افغان کډوالو خپل ملک ته واپسۍ کښې تيزي په نظر راغلې ده ۔
سرکاري ذرائعو وئيلي چې د يکم اګست نا تر بېګا شپې پورې اتۀ نوي زره او نوي پې او آر کارډ لرونکي افغانان خپل هېواد ته لېږلې شوي دي ۔
ذرائع وائي چې اتۀ څلويښت زره پنځه سوه دوه اتیا دې دوران طورخ پولې د لارې اے سی سی کارډ لرونکي افغانان هم ډي پورټ کړې شويدي ۔
ذرائعو داهم وئيلي چې دې کال کښې اوسه پورې تر پنځۀ لکو پورې افغان ګډوال د طورخم د لارې فري ټرانسپورټ په ذريعه افغانستان ته ډي پورټ کړې شوېدي ۔