خېبرپښتونخوا د کلچر اينډ ټورازم اتهارټي د ملازمينو د اسنادو د جانچ پړتال فيصله شويده، دې حوالې سره جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې په درې ورځو کښې دننه به د ټورازم د افسرانو او ملازمينو د تعليمي اسنادکره کتنه کولې شي ۔
پيښور: د خېبرپښتونخوا کلچر اينډ ټورازم اتهارټي د خپل ملازمينو د اسنادو د جانچ پړتال فيصله کړې او دې لړ کښې ئې اعلاميه هم جاري کړيده ۔
د خېبر پښتونخوا د کلچر اينډ ټورازم اتهارټي له اړخه جاري اعلاميه کښې وئيلي شوي چې محکمه کښې د شفافيت، ميرټ او موثر انتظامي ډهانچې ته وده ورکولو لپاره د ملازمانو تعليمي اسناد چيک کولو فيصله شويده ۔
د سيلګرۍ محکمې اعلاميې مطابق دې فيصلې سره به د ملازمينو تعليم په حواله هيڅ قسمه شکايتونه مخې ته رانشي ۔
اعلاميه کښې وئيلي شوي چې د خېبرپښتونخوا کلچراينډ ټورازم اتهارټي محکمه کښې به د ملازمانو تعليمي اسنادو چيک کولو سره اصلاحات هم اوشي ۔