افغانستان کښې زلزلې تباهي خوره کړې، د زلزلې لوجې مرګونو شميره څوارلس سوه ته سيوا شوې ده، د ژوبل شوي کسانو تعداد درې زره، يو سل نه اوختې، په مجموعي توګه افغانستان کښې د زلزلې لوجې پنځه زره، څلور سوه کورونه تباه شوي، بلخوا د مختلف ادارو لخوا بحالۍ کارونه هم جاري دي ۔
کابل: تيره ورځ د مشرقي افغانستان مختلفو ولايتونو کښې راغلې زلزلے لوجې پحق رسيدلي کسانو شميره کښې نوره اضافه شوې ده ۔
د افغان نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتهارتي ترجمان مطابق تر دې دمه د مرګونو شميره څوارلس سوه ، لس نه زياتۀ شويده، درې زره، يو سل ، څليريشت نه سيوا کسان ژوبل شوي، څوک چې مختلفو ولايتونو کښې هسپتالونو ته منتقل کړې شوي او علاج معالجه ئې جاري ده ۔
د زلزلې لوجې د افغانستان کُنړ او ننګرهار صوبو کښې زيات نقصانات شويدي، چرته چې اوس هم په لوئې شمير خلق د ملبې لاندې دي ، او هغوي راويستو د پاره امدادي هلې ځلې جاري دي ۔
په مجموعي توګه افغانستان کښې د زلزلې لوجې پنځه زره، څلور سوه کورونه تباه شوي، بلخوا د مختلفو ادارو لخوا بحالۍ کارونه هم جاري دي، ولې د خراب انفراسټرکچر او لينډ سلائيډنګ لوجې ريسکيو آپريشن کښې مشکلات رامخې ته دي ۔