د درې ملکي سيريز دريم ميچ کښې افغانستان په اتۀ ديرش رنز متحده عرب امارات ته ماتې ورکړې، د افغانستان يو سل نهه اتيا رنز هدف په جواب کښې يو اے اي ټيم اتۀ وکټو په زيان يو سل پنځوس رنز جوړ کړي او ميچ ئې بيللې دې ۔
شارجه کرکټ ګراؤنډ کښې لوبيدلې د سه فريقي سيريز دريم ميچ کښې يو اے اي تاس ګټلې وو او افغانستان ته ئې اول د بيټنګ بلنه ورکړې وه ۔
افغانستان مقرره اوورونو کښې څلور وکټو په زيان يوسل اتۀ اتيا رنز جوړ کړي وو، چې پکښې ټول نه زيات ابراهيم زدران دري شپيتۀ او صديق الله اتل څلور پنځوس رنز جوړولو نه پس آؤټ شوي وو ۔
رحمان الله ګُرباز اووه، درويش رسولي لس، عظمت الله عمرزئي شل او کريم جنت دري ويشت رنز جوړ کړ ي وو ، يو اے اي طرف نه محمد روحد او ساغر خان دوه ، دوه وکټې په خپل نوم کړې وې ۔
د مقرره هدف په تعاقب کښې کوربه ټيم اتۀ وکټو په زيان يو سل پنځوس رنز جوړ کړي او ميچ ئې په اتۀ ديرش رنز بيللې ،يو اے اي طرف نه ټولو نه زيات محمد وسيم شاندار اووه شپيتۀ او راهول چوپړا دوه پنځوس رنز جوړ کړي وو ۔
افغانستان لخوا راشد خان او شرف الدين اشرف درې، درې ، فضل حق فاروقي او محمد نبي يو، يو وکټ په خپل نوم کړې وه ،شاندار باؤلنګ باندې شرف الدين اشرف د ميچ غوره لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔