وزيراعظم شهباز شريف پنجاب کښې سيلاب نه متاثره علاقو دوره کړې ،وزيراعلی پنجاب مريم نواز او چیئرمین اين ډی ايم اے هم وزيراعظم سره فضائی دوره کښې موجود وو، وزيراعظم ته کرتار پور او صوبه کښې سيلابي صورتحال باندې بريفنګ ورکړې شوېدې ۔
وزيراعظم شهباز شريف پنجاب کښې سيلاب نه متاثره علاقو دوره کړيده، په دې موقع وزيراعلی مريم نواز او چیئرمین اين ډی ايم اے ليفټيننټ جنرل انعام حیدر هم وزيراعظم سره فضائی دوره کښې موجود وو ۔
وزيراعظم ته چيئرمين اين ډی ايم اے مکمل بريفنګ ورکړې، کرتار پور او ټول سيلاب صورتحال جاجئې اخستې ۔
بريفنګ دوران وزيراعظم ته وئيلي شوي چې دا وخت اتۀ ضلعو کښې د پاک فوج امدادي کاروائيانې روانې دي ۔
په دې موقع وزيراعظم شهبازشريف هدايات جاري کړي چې موجوده صورتحال کښې دې ټولې ادارې په شريکه کاروائيانو کښې نوره هم تيزي روالي او متاثرین ته دې په فوری امداد هم يقيني کړې شي ۔