جنوبې وزيرستان اپر او لوئر پشمول د ټانک په سب ډويژن جنډوله په مختلفو سيمو کښې نافذ کرفيو ختم شوې، کرفيو ماښام اووه بجو پورې نافذ وه ،د کرفيو دوران په هرقسمه نقل وحرکت باندې پابندي وه او بازارونه هم بند وو ۔
جنوبي وزيرستان: د سيکورټې وجوهاتو په وجه د خيبر پختونخوا محکمه داخله لخوا د دريو ضلعو جنوبې وزيرستان اپر او لوئر ترڅنګ د ټانک په سب ډويژن جنډوله ډپټېي کمشنرانو ته ماښام اووه بجو پورې د کرفيو نفاذ هدايات جارې کړي وو ۔
په اعلاميه کښې وئيلې شوي وو چې کرفيو دوران د ضلعې په حدود په د هره قسمه نقل و حرکت باندې پابندي او بازار مارکيټونه به ټول بند وې ۔
د ايمرجنسې په صورت کښې به پوليس او سيکورټې ادارې د تګ راتګ او هنګامي کارونه کولو اجازت وو او دې لپاره اجازت سره دستاويزات جمع کول هم ضروري ګرځولې شوي وو ۔
انټطاميې لخوا د ټانک او ډيره اسماعيل خان په مسافرو نن سيمه کښې کولاؤ ګرځيدو او تګ راتګ کولو باندې هم بنديز لګولې شوې وو ۔