د ضلع باجوړ په ماموند تحصيل کښې د ترهه ګرو خلاف ”آپريشن سربکف“ په څلورمه ورځ هم جاري دې ، سيکيورټي ذرائعو ترمخه د کاروائۍ په وخت د مهم کمانډارانو پشمول يوشمير ترهه ګر وژلي شوي ، مقامي ذرائعې وائي چې په کورونو ګولې غورځيدو پيښو کښې نور عامو خلقو ته مرګ ژوبله اوړيدلې ده ، بلخوا د ماموند نه تر اوسه پورې پينځه څلويښت زره خلق په کډه مجبوره شوي ۔
د باجوړ لوئې ماموند او وړه ماموند په اتۀ ويشت علاقو کښې کرفيو دوام لري ، سيکيورټي ذرائعو وائي چې سيمه کښې د ترهه ګرو خلاف آپريشن جاري دے ۔
امنيتي ادارې ټارګټډ کاروايانې کوي ، تر اوسه پورې څلور ورځو راهسې جاري سربکف آپريشن کښې ترهه ګرو ته لوئې زيان رسيدلې دې ۔
سيکيورټي ذرائعو مخکښې وئيلي دي چې عملياتو دوران د مهم کمانډرانو پشمول يوشمير ترهه ګر وژلي شوي دي ۔
بلخوا مقامي ذرائعو ترمخه په کورونو ګولې پريوتي چې پکښې د مرګ ژوبلې اطلاعات دي ، دې سره سم انتظاميه وائي چي ماموند نه خواؤشاه پينځه څلويښت زره خلقو کډې کړي ۔
دې کښې زياتره متاثرين په سرکاري ودانو کښې پناه اخيستې ، ځيني متاثرين خپلو خپلوانو او کرائۍ کورونو کښې اوسيږي ۔