باجوړ کښې جاري سربکف آپريشن باندې د وفاقي حکومت بيان مخې ته راغلې دې،د داخله چارو وزيرمملک طلال چودهري وئيلي دي چې باجوړ کښې نوې آپريشن نۀ دې روان، بلکه دا آپريشن د نيشنل ايکشن پلان مطابق د صوبائي حکومت او مقامي مشرانو په مشاورت کيږي، طلال چودهري مطابق دا وخت ملک کښې روزانه په بنياد آپريشنز د ترهه ګروخلاف روان دي ۔
اسلام آباد: باجوړ کښې جاري ”سربکف آپريشن“ باندې قامي اسمبلۍ کښې هم بحث شوې، قبائلي چارو لپاره د وزيراعظم خصوصې مرستيال مبارک زيب او د داخه چارو وزير مملکت طلال چودهري په دغه آُريشن خبرې کړيدي ۔
قومي اسمبلۍ کښې خبرو پر مهال د وزير اعظم معاون خصوصي برائے قبائلي امور مبارک زيب اووئيل چې زۀ د ټولو نه زيات متاثر يم ځکه زما خپل ورورو ريحان زيب ترهه ګرو په نښه کړې دې ۔
مبارک زيب اووئيل چې آپريشن او بدامنۍ لوجې زياتره عام خلق پريشانه دي، او دا چې د دې مسئلې څه حل پکار دې ۔
د وزيراعظم معاون خصوصي مبارک زيب په نکته اعتراض وزيرمملکت برائے داخله طلال چوهدري اووئيل چې باجوړ کښې نوې آپريشن نۀ دې روان بلکه کوم ترهه ګر چې دغه قبائلي ضلع کښې موجود دي د هغوي خلاف د نيشنل ايکشن پلان لاندې د صوبائي حکومت او مقامي مشرانو په مشاورت کاروائي روانه ده ۔