د قامي ټيم فاسټ باولر شاهين شاه آفريدي يوبل اهم ريکارډ په خپل نوم کړې، ويسټ انډيز خلاف ئې اولني ون ډے ميچ کښې څلور وکټې اخستو سره نړيوال ريکارډ جوړ کړېدې،شاهين آفريدي د نړيوال کرکټ اولنې باولر جوړ شوې چې صرف پنځه شپيتۀ ميچونو کښې ئې يو سل يو ديرش وکټې اخستي دي ۔
د پاکستان او ويسټ انډيز ترمينځ لوبيدلې اولني ون ډے ميچ کښې شاهين شاه آفريدي څلور وکتې اخستو سره نړيوال ريکارډ جوړ کړيدې ۔
شاهين شاه آفريدي د نړيوال کرکټ اولنې باولر جوړ شوې چې صرف پنځه شپيته ون ډے ميچونو کښې ئې يو سل يوديرش وکټې مکمل کړېدي ۔
دې نه وړاندې کم نه کم ميچونو کښې زياتې وکټې اخستو ريکارډ د افغانستان سپِن باولر راشد خان سره وو ۔
راشد خان پنځه شپيتۀ ون ډے ميچونو کښې يو سل اتۀ ويشت وکټې حاصل کړې وې ۔