په سوات سیند کښې ډوب شوي اوولس تنان په ریسکیو کولو کښې د ناکامې ښکار شوې ذمه وار افسرانو او نورو ملازمینو خلاف کاروائي شروع کړې شوې ده، سیکرټیری ایری ګشن د خپلې محکمې درې افسرانو پشمول پنځه ملازمین د غفلت مرتکب ګرځولي چې پکښې پراجيکټ ډائریکټر ، ایګزیکټیو انجينئر ګیج ریډر، کنسلټنټ او کنټریکټر شامل دې ۔
پيښور: سیکرټری ایریګيشن ایاز خان انکوائري رپورټ مطابق د ذمه وار افسرانو خلاف کاروائي کولو لپاره کیس چیف سیکرټري شهاب علی شاه ته لیږلې چې پکښې د هغوې خلاف د قانون مطابق سخت ترین کاروائي کولو سفارش شوې دې ۔
سیکرټیری ایری ګيشن ایاز خان چیف سیکرټري ته خط لیکلې چې پکښې د سوات پيښې ذمه وار افسرانو او د نورو نشاندې کړې شوې ده ۔
د سیکرټیری ایری ګيشن په خط کښې وئیلي شوي چې خوازه خیله ګیج سټيشن ریډر د اوبو اخراج په وخت ریډنګ کولو کښې ناکامه شوې، ارلی وارننګ سسټم غیر فعال وو، ایډوائزري او الرټس جاری کیدو باوجود پي ډي ایم اے او ضلعي انتظامیې کوآرډي نیشن نۀ دې کړی ۔
رپورټ ترمخه په سائټ باندې حفاظتي سائن ، وارننګ او سیفټې اقدامات موجود نۀ وو، سیلاب اودرولو لپاره فلډ پروټيکشن وال هم نۀ وو جوړ کړې شوې ۔