کرک کوه میدان سيمه کښې د نامعلوم کسانو ډزو کښې پوليس اهلکار شهيد شوې، د شهيد پوليس اهلکار شناخت سعيد نواز په نوم شويدې، د شهيد اهلکار جنازه پوليس لائن کښې ادا شوې او سرکاري اعزاز سره خاوره ته سپارلې شويدې ۔
د کرک پوليس ترجمان شوکت خټک مطابق کوه میدان سيمه کښې نامعلومه کسانو په پوليس ډزي کړي، چې پکښې سعيد نواز نومې پوليس اهلکار شهيد شويدې ۔
د شهيد اهلکار جنازے مونځ پوليس لائن کښې ادا شوې، چې پکښې پوليس افسرانو او مقامي مشرانو شرکت کړې وو، وروستو هغه سرکاري اعزاز سره خاورو ته سپارلے شويدې ۔
شهيد اهلکار سعيد نواز په کوه میدان چوکۍ کښې تعینات وو، هغه چهټۍ باندې کور ته روان وو چې د نامعلوم کسانو ډزو ښکار شو ۔