ګورنر خېبرپښتونخوا فيصل کريم کنډي په شلمه جوالائۍ د صوبائي اسمبلۍ اجلاس طلب کړېدې، دې خصوصي اجلاس کښې به مخصوص نشستونو باندې کامياب اراکين حلف اخلي، دې لړ کښې ګورنر د وزیراعلیٰ طرف نه ليږلې شوي سمرۍ باندې دستخط کړېدې ۔
پيښور: د خېبر پښتونخؤا رابللې شوې خصوصي غونډه کښې به مخصوص نشستونو باندې کامياب پنځه ويشت اميدواران حلف اخلي ۔
پارليماني ذرائعو وئيلي دي چې دې خصوصې غونډه کښې به د اسمبلۍ نورو چارو نه وړاندې مخصوص نشستونو بادنې کامياب اميدواران اول حلف پورته کوي او بيا به د اسمبلۍ نوره کاروائي کولې شي ۔
ذرائعو ترمخه هم دغه اجلاس کښې به د نوې اراکينو حلف اخستو نه پس په يويشتمه جولائۍ د سينيټ انتخابات هم کيږي ، د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ اراکين به د يوولس سينيټرز انتخاب کوي ۔
ذرائعو مخکښې وئيلي چې کوم سينيټرز منتخب شي ،هغوي به دوه زره ديرشم پورې د سينيټ اراکين وي، دغه سينيټرز د اووه جنرل، دوه زنانؤ او دوه ټيکنوکريټ نشستونه شامل دي ۔