د بلوچستان پشين ضلعې سره تعلق لرونکى پنځه پنځوس کلن فيض الحق د لسم امتحان پاس کړې او دا خبره ئې ثابته کړې چې تعليم حاصلولو لپاره د عمر هيڅ حد نشته ۔
پشين: د ګورنمنټ بوائز هائى سکول نوآباد کښې د چپړاسى په حيث کار کونکي فيض الحق د لسم جماعت امتحان کښې شپږ سوه نمبرې اخستي او سکينډ ډويژن کښې ئې لسم پاس کړېدې ۔
د لسم امتحان نتيجه راتلو نه پس د سکول استازانو او نورې عملې فيض الحق ته اومبارکى ورکړې او هارونه ئې ورته په غاړه کړي دي ۔
فيض الحق وئيلي چې په وړوکوالي کښې د کور ذمه وارو لوجې رانه د سکول سبق پاتې شوې وو خو په زړه کښې مې تعليم سره مينه نۀ ده ختم شوې ۔
فيض الحق مخکښې اووئيل چې دا زما يو خوب وو او زما د سکول استاذانو او نورې عملې حوصله افزائۍ لوجې دا ممکن شوې ده ،د فيض الحق محنت او سبق سره مينه دا خبره ثابته کړې چې د تعليم حاصلولو کولو لپاره د عمر هيڅ حد نشته ۔