اليکشن کميشن خيبر پښتونخوا اسمبلې کښې د سينيټ انتخاباتو لپاره شيډول جاري کړې، د سينيټ په اووه جنرل،دوه زنانه او دوه ټيکنوکريټ نشتونو باندې به پولنګ به په يويشتمې جولائي کيږي، د ثانيه نشتر په خالي سيټ به پولنګ په يوديرشمې جولائي کيږي ۔
اليکشن کميشن وئيلي دي چې خېبر پښتونخوا کښې د سينيټ اليکشن به په يويشتمې جولائي کولې شي، د خېبر پښتونخوا اوو جنرل، دوه زنانه او دوه ټيکنو کريټ په سينيټ نيشستونو به اليکشن کيږي ۔
د سينيټ ثانيه نشتر نه خالي شوې سيټ باندې انتخاباتو لپاره هم انتخاباتو شيډول جاري کړې شوېدې، په لسمې جولائي به کاغذات نامزدګي جمع کولې شي، په يوؤلسم جولائي به جانج پړتال وي او په يوديرشمې جولائي به پولنګ کيږي ۔
دغه شان خدائے بخښلې ساجد مير خالي شوې د سينيټ په نشست به هم پولنګ په يويشتمې جولائي پنجاب اسمبلې کښې کيږي ۔