پيښور مچني ګيټ سيمه کښې نامعلومه شوکمارو د يو موبائل فون لپاره چترال سرہ تعلق لرونکې سرکاري افسر قتل کړې، د پيښې نه پس ملزمان تښتيدلي دي ۔
دپيښور: پولیس وینا مطابق دپيښور مېچني ګيټ آبشار کالونۍ کښې د چترال سرہ تعلق لرونکې د سي اينډ ډبليو اکاؤنټنټ صدر اعظم چترالي د موبائل فون نۀ ورکولو په نتیجه نامعلوم موټر سائيکل سوارو شوکمارو قتل کړې دې ۔
پوليس وئيلي چې پيښې نه پس ډاکوان تيښته کښې کامياب شوي دي، او دې لړ کښې پوليسو نورې پلټنې شروع کړې دي ۔
پوليسو وينا ده چې د ډزو په نتيجه کښې د مقتول نيزدې خپلوان هم سخت ژوبل شوي، څوک چې هسپتال ته منتقل کړې شوي دي ۔
پيښور پوليس مطابق د پيښې روستو نامعلومه ملزمانو خلاف مقدمه درج کړې شوې او تحقیقات پيل کړې شوي دي ۔