فيلډ مارشل سيد عاصم منير په سرکاري دوره باندې امريکې ته تلې دې ، دورې دوران فيلډ مارشل واشنګټن ډي سي کښې موجود پاکستاني کميونټي سره ملاقات کړې ، اوورسيز پاکستان د آرمي چيف درون هرکلې کړې دې ۔
آئي ايس پي آر مطابق په ګڼ تعداد کښې اوورسز پاکستان د فيلډ مارشل عاصم منير سره ملاقات کړې ، او په آپريشن بنيان مرصوص کښې پاک افواج کارکردګي ، معرکه حق کښې ئې د مسلح افواج بهادرۍ ستائنه هم کړې ده ۔
فيلډ مارشل عاصم منير په دې موقع خپل خطاب کښې اووئيل چې سمندر پار پاکستاني اصل کښې د ملک حقيقي سفير دي، او د ملک په ترقۍ کښې سمندر پار پاکستانيانو اهم کردار دې ۔
آرمي چيف د اوورسز پاکستانيانو لخوا پاکستان ته زرمبادله ليږلو او په سرمايه کارۍ باندې خراج تحسين پيش کړې شوې دې ۔
اوورسز پاکستانو او آرمي چيف د مضبوط،محفوظ او مستحکم پاکستان لپاره يوځائې کار کولو عزم هم څرګند کړې دې ۔