حکومت د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې اضافه کړې، دې حوالې سره د خزانې وفاقي وزارت لخوا نوټي فکيشن هم جاري کړې شويدې ۔
اسلام آباد: د خزانے وزارت لخوا جاري نوټيفکيشن مطابق د پټرول قيمت کښې څلور روپې اتيا پيسې في لټر اضافه کړې شوې چې ورسره د پټرول نوې نرخ في ليټر دوه سوه اته پنځوس روپې پينځه څلويښت پيسې مقرر کړې شوېدې ۔
نوټي فکيشن ترمخه د هائي سپيډ ډيزل في ليټر قيمت کښې اووه روپې پينځه نوي پيسې اضافه شوې، او نوې نرخ ئې في ليټر دوه سوه دوه شپيته روپې نهه پنځوس پېسې ته رسېدلې دې ۔
د خزانې وزارت په نوټيفکيشن کښې وئيلي شوي چې د پټروليم مصنوعاتو نوي قيمتونه نن نه عملي کړې شوي دي ۔
واضحه دي وي چي اسرائيل او ايران ترمينځ جنګ دوران عالمي منډۍ کښې د تيلو قيمتونو کښې اضافه راغلې ده ۔