وزيراعظم شهبازشريف ايران کښې د پاکستاني زائرينو حفاظت لپاره هنګامي ګامونه پورته کولو هدايت کړې،او وئيلي دي چې ايران کښې صورتحال په معمول راتلو پورې دې دفتر خارجه او تهران کښې پاکستاني سفارتخانه الرټ اوسي، پاکستاني سفارتخانې ايران کښې موجود خپل وګړو لپاره هاټ لائن نمبر هم جاري کړېدې ۔
په ايران د حملو ورستو وزيراعظم شهبازشريف هدايت جاري کړې چې هلته موجود پاکستاني زائرينو حفاظت لپاره دې ټول وسائل په کار راوستلې شي، او وزارت خارجه کښې دې کراسسز مينجمنټ يونټ فعال کړې شي ۔
وزيراعظم مطابق صورتحال په معمول راتلو پورې دې دفتر خارجه او تهران کښې پاکستاني سفارتخانه الرټ اوسي،او پاکستاني وګړو ته دې سهوليات هم فراهم کړې شي ۔
د وزيراعظم شهبازشريف په خصوصې هدايت پاکستاني سفارتخانې ايران کښې موجود خپل وګړو لپاره هاټ لائن نمبر هم جاري کړېدې ۔