شمالي وزيرستان کښې د ډزو دوران څلور کسان مړۀ او يو کس ژوبل شويدې، پيښه د زړې دښمنۍ لوجې مخي ته راغلې، ضلعي پوليسو نوره قانوني کاروائي شروع کړيده ۔
د شمالي وزيرستان ضلعي پوليس مشر مطابق د ډزو پيښه محمد خيل سيمه کښې مخې ته راغلې ، چې پکښې څلور کسان په موقع مړۀ شوي او يو کس ژوبل شوې دې ۔
ډي پي او ترمخه د ډزو واقعه زړې دښمنۍ لوجې مخې ته راغلې ده، او د پيښېابتدائي رپورټ يعنې ايف آئي آر هم درج کړے شويدې ۔
پوليس چارواکو وئيلي چې د مړۀ شوي او ژوبل تن وروستو هسپتال ته منتقل کړې شوي وو، پوليس د ملزمانو خلاف نوره قانوني کاروائي شروع کړيده ۔