د پي ايس ايل لسم ايډيشن فائنل ميچ لپاره د انتظار وخت ختم شوې، د مګا ايونټ فانل ميچ نن د لاهور قلندرز او کوئټه ګليډې ايټرز ترمينځ لوبيږي ۔
لاهور: د ميګا ايونټ فائنل ميچ به هم ماښام اووه نيمې بجې شروع کيږي، کوئټه ګليډي ايټرز د ټورنامنټ اولني کواليفائر کښې اسلام آباد يونائټډ ته شکست ورکړې وو او فائنل ته رسيدلې وو ۔
دوئم کواليفائر کښې تيره ورځ لاهور قلندر په شپږ وکټو کراچي کنګز ته ماتې ورکړې وه او د ميګا ايونټ فائنل ته ئې کواليفائي کړې وه ۔
د لاهور قلندرز ټيم کپتان شاهين شاه آفريدي او د کوئټه ګليډي ايټرز کپتان سعود شکيل دعوې کړي چې ټرافي به خپل نوم کوي ۔
دوي وئيلي دي چې فائنل ميچ کښې به د کرکټ مينه وال دوړو ټيمونو لخوا بهترينه لوبه ويني او خوندونه به ترې هم اخلي ۔