خضدار کښې د سکول ماشومانو په بس شوې ترهه ګر حمله کښې ژوبل شوې دوه نور طلبا هسپتال کښې ساه ورکړې چې ورسره دغه حمله کښې د شهيدانو شميره اتۀ ته رسيدلې ده ۔
د سيکيورټي ذرائعو ترمخه خضدار حمله کښې د شهيد شوي طالب علمانو شميره شپږ ته رسيدلې ، شهيدانو کښې پنځه طالب علمانې ،يو طالب علم او دوه نور کسان شامل دي ۔
خضدار حمله کښې د شهيدانو مجموعي شميره اووه ته رسيدلې ، يو ډرائيور او اسسټنت هم پحق رسيدلي وو ۔
د ترهه ګرو په سکول بس حملې لوجې ژوبل شوي څلور ديرش طالب علمانو علاج هسپتال کښې جاري دې ، د څلورو طالب علمانو حالت نازک ښودلے کيږي ۔