اسلام آباد: سيد عاصم منير ته د بيټن آف فيلډ مارشل اعزاز ورکړې شويدې، صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم محمد شهبازشريف په شريکه عاصم منير ته دغه اعزاز ورکړې دې ۔
ايوان صدر اسلام آباد کښې خصوصې دستورې پر مهال سيد عاصم منير ته د بيټن آف فيلډ مارشل اعزاز ورکړې شويدې،صدر مملکت آصف علي زرداري او صدر مملکت په شريکه سيدعاصم منير ته دغه اعزاز ورکړېدې ۔
په دې موقع خپله وينا کښې صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي چې د دې دستورې مقصد قامي هيروز ته خراج تحسين وړاندې کول دي، ټول قام په خپل افواج فخر کوي ۔
صدر مملکت اووئيل چې سيد عاصم منير ته د فيلډ مارشل اعزاز ورکول يوه تاريخي او د فخر وړ لمحه ده، عاصم منير معرکه ځق دوران د فرنټ نه پاک افواج ليډ کړې وو، او په دې موقع ټول قام خپل فوج سره کلک ولاړ وو ۔
دستورې ته وينا کښې وزيراعظم شهبازشريف اووئيل چې مونږ د خپل هيروز د خدماتو معترف يو، عسکري قيادت دښمن خلاف يو تاريخي او بے مثاله کاميابي حاصل کړېده ۔
وزيراعظم اووئيل چې افواج پاکستان د دښمن غرور خاورو کښې ميلاؤ کړې وو، دښمن سره جنګ دوران فيلډ مارشل عاصم منير جذبه او عزم مثالي وو ،
د وزيراعظم وينا وه چې ملکي خپلواکۍ او سلامتيا لپاره د فيلډ مارشل کردار ډير اهم وي، آپريشن بنيان مرصوص دوران عاصم منير قائدانه کردار ادا کړې ،او يو نوې تاريخ ئې رقم کړېدې،د عاصم منير خدمات به تل ياد ساتلې شي ۔