د پاکستان سُپرليګ لسم ايډېشن باقي اتۀ ميچونو شيډول جاري کړې شوې دې ، دغه ميچونه به د اوولسمې مئي نه تر پنځه ويشتمې مئي پورې لوبيږي ۔
پاکستان کرکټ بورډ وئيلي دي چې د پي ايس ايل باقي پاتې ميچونو آغاز به پنډۍ کرکټ سسټيډيم نه کيږي ، چرته چې به اولني څلور ميچونه لوبولې شي ۔
پي سي بي لخوا جاري شيډول مطابق د ميګا ايونټ آخري څلور ميچونه چې پکښې کوليفائر، ايلي مينيټر ون او ټو او فائنل ميچ شامل دې، هغه ټول به د لاهور قذافي سټيډيم کښې لوبيږي ۔
پي ايس ايل فرانچائز ټيمونو خښې شامل بهر ملکي لوبغاړي به راتلونکي دوه يا درې ورځو کښې پاکستان ته واپس راځي او خپل خپل ټيمونه به جوائن کوي ۔
ياده دې وي چې بهارتي جارحيت لوجې د پاکستان سُپر ليګ اتۀ ميچونه نۀ وو لوبيدلې او غير ملکي لوبغاړي هم پاکستان نه تواپس خپلو ملکونو ته تلي وو۔