پاکستان د بهارتي وزيراعظم اشتعال انګيز او نفرت نه ډک بيانونه مسترد کړي، او دې لړ کښې ئې د نريندر مودي د بيانونو په سختو ټکو کښې غندنه هم کړېده ۔
د خارجه دفتر ترجمان وئيلي دي چې پاکستان د نريندر مودي بيانات په مکمله توګه مسترد کوي، ځکه چې د بهارتي وزيراعظم بيان د عالمي قوانين خلاف ورزي باندې مبني خطرناک ګام دې ۔
خارجه دفتر ترجمان اووئيل چې مودي پخپله فالس فليګ آپريشن اوکړو، او بيا ئې په پاکستان الزام اولګولو، جنګي حالات ئې جوړ کړل، مودي په منطقه کښې امن ته زيان رسول غواړي ۔
شفقت علي مخکښې اووئيل چې پاکستان کشيدګۍ کښې د کمي لپاره ضروري ګامونه پورته کولو ته تيار دې، سيزفائر د دوست ملکونو کوششونو او ثالثۍ په نتيجه کښې ممکن شويدې ۔
د خارجه دفتر ترجمان زياته کړې چې د کشيدګۍ دوران پاکستان ډيره د تحمل مظاهره کړې او د خپل ملک دفاع ئې هم بهترين انداز کښې کړيده ۔