پيښور کښې خېبر نيوز سره خصوصي خبرو پر مهال د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کريم کنډي اعلان کړې چې وړوکی اختر نه پس به د پي ټي آئي صوبائي حکومت خلاف موثر او منظم تحریک چلولې شي چې قیادت به ئې زه پخپله کوم ۔
فيصل کريم کنډي اووئيل چې تحریک کښې به برطرف کړی شوي ملازمین ، بلدیاتی نمائندګان او زمینداران په ګنړ شمير کښې برخه اخلي ۔
وفاق خلاف د اپوزشن ګرینډ الائنس په اړه د ګورنر فیصل کريم کنډي وینا وه چې پي ټي آئي کښې دننه اتحاد نشته، هغوي به ګرینډ الائنس څه جوړ کړي ۔
فيصل کريم کنډي اووئيل چې د دې خبری هیڅ پته نۀ لګې چې مولانا فضل الرحمان به د اپوزيشن د ګرینډ الائنس برخه جوړ شی یا نه ۔