نوښار: تيره ورځ دارالعلوم حقانيه خود کش چاودنې په دوئمه ورځ د اکوړه خټک او نوښار فضا غمژنه ده ،چاودنه د جمعے د مونځ نه پس شوې وه چې پکښې مولانا حامد الحق پشمول اووه کسان شهيد او دولس ژوبل شوي وو ۔
د اکوړه خټک حقانيه دارالعلوم چاودنې مقدمه سي ټي ډي تهاڼه مردان کښې درج کړي شويده،مقدمه د حامدالحق د ځوي عبدالحق ثاني په مدعيت کښې نامعلومه ترهه ګرو خلاف درج شويده ۔
د نامعلومه ترهه ګرو خلاف درج کړې شوې مقدمه کښې د ترهه ګرۍ ، قتل او نور دفعات شامل دي ۔
د پيښې ابتدائي رپورټ ترمخه چاودنه کښې پنځه کلو بارود استعمال شوي وو، د حمله کونکي ټارګټ حامد الحق په نښه کول وو ۔
بلخوا ترهه ګرۍ مخنيوي ادارې د خودکش حمله کونکي تصوير جاري کړې او د هغه په حواله اطلاع ورکونکو لپاره ئې د پنځه لکه روپو انعام مقرر کړېدې ۔