اسلام آباد: وزيراعظم شهباز شريف مشرۍ کښې د وفاقي کابيني اجلاس شوې چې پکښې د ملک امنيتي او معاشي صورتحال جائزه اخستې شوې ده ،اجلاس ته وينا په وخت وزيراعظم شهبازشريف وئيلي چې غزه کښې د ډيرې خونريزۍ نه پس جنګ بندي شويده، پنځوس زره پورې فلسطينيان شهيدان کړې شويدي ۔
وزيراعظم وئيلي چې حماس او اسرائيل جنګ بندۍ مستقل پکار ده ، دغې ظلم او بربریت باندې به خپل آواز هر فورم باندې اوچتوو ۔ او مخکښې مو هم پورته کړېدې ۔
وزيراعظم شهبازشريف ګوادر ائيرپورټ د پروازونو لپاره فعاليدو هرکلې کړې او وئيلي دي چې د معيشت ترقۍ په طرف اهم پيشرفت دې ۔
وزيراعظم مخکښې وئيلي چې بدامني خورونکي عناصر د ملک خير خواه نه دي ،ترهه ګرۍ ناسور خاتمے لپاره حکومت او ټول قام د سيکيورټي فورسز قربانو ته سلام پيش کوي، او ترهه ګرو نه بههر صورت کښې ملک صفايا کولې شي ۔