د پخوانې وزيراعظمې شهيد بېنظيربهټو اوولسمې برسۍ په موقع ګړهى خدا بخش کښې جلسې ته خطاب دوران بلاول بهټو زرداري وئيلى دي چې سياسى ګُډاګى د ملک جوهرى اثاثو باندې سودا بازۍ ته هر وخت تيار دي ،پاکستان لپاره مستقبل کښے راتلونکى بيرونى او اندرونى ازماښتونو لپاره ټول سياسى پارټو ته په شريکه مقابله کول پکار دې ۔
بلاول بهټو اووئيل چې شهيد بېنظيربهټو د اولس حقيقى نمائنده وه او هغې د ملک او اولس په خاطر جدوجهد کړې او د اخرى ساه پورې ئې جنګ کړې، پاکستان پيپلزپارټۍ ملکى سياسى صورتحال کښې واحد سياسى پارټى ده چې نه سليکټډ دې او نه د فارم اووه څلويښتم پيداوار دې ۔
بلاول اووئيل چې مونږ د ملک اولس او د پيپلزپارټۍ جيالو ته جوابده يو، نن هاغه خلق چا چې به د اسرائيل صهونى حکومت لپاره اواز اوچتوو هغه نن د بانى پى ټى آئى لپاره بيانات جاري کوي ۔
هغه مخکښې اووئيل چې دې سياسى جماعت ته وضاحت پکار دې چې آخر داسې خلق د دوى لپاره ولې آواز پورته کوي، شهيد بينظير ملک ته ميزائل ټيکنالوجى ورکړې وه ولې دښمن د بهټو جوهرى پروګرام او د بے نظيرميزائل پروګرام ته په خيرنه سترګه ګوري ۔
د پيپلز پارټۍ چيئرمين دا هم اووئيل چې تر څو چې پيپلزپارټى وى د ملک جوهرى او ميزائل پروګرام به هيڅ سمجهوته اونکړې شي ۔