اسلام آباد: د پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتهارټي سالانه رپورټ برائے کال دوه زره څليريشتم لانچنګ دستوري ته خطاب کښي دپي ټي اے چئيرمين حفيظ الرحمان وئيلي دي چې وړاندې مو هم په ډاګه کړې وه چې مونږ وي پي اين يعنې ورچوؤل پرائيويټ نيټ ورکس بلاک کولي شو، ولې مونږ به داسې نه کوؤ ۔
د پي ټي اے چيئرمين اووئيل چې چي تر نن ورځې پورې مو هيڅ يو وي پي اين نه دې بلاک کړې او نۀ به ئې راتلونکي وخت کښې بندوؤ ۔
حفيظ الرحمان په ډاګه کړې چې دا هاغه زمانه نه ده چې ګنې مونږ به خلقو نه څه پټوؤ،نو پټ به ئې کړې شو ۔
هغه زياته کړه چې دقامي سلامتيا په حواله مونږ نه پوښتنه کيږي چې انټرنيټ ولې بند دے ؟ نو مونږ سره کوم جواب نه وي۔
چئيرمين پي ټي اے دا هم اووئيل چې د نيشنل سيکورټي پحقله سوالات دپاليسۍ جوړونکيو څخه کول پکار دي ۔