اسلام آباد: د پاکستان تحريک انصاف لخوا په څليريشتم نومبر ټول ملک کښې د احتجاج کال نه پس د سرښار انتظاميې اسلام آباد کښې دوه مياشتو لپاره دفعه يو سل څلور څلويښت نافز کړې ده ۔
اسلام آباد کښې د دفعه 144 څلويښت نفاذ لپاره ايډيشنل ډپټي کمشنر دفتر نه نوټي فکيشن هم جاري شويدې ۔
نوټي فکيشن کښې وئيلي شوي چې سرښار کښې به دوه مياشتو لپاره د پنځه يا زيات کسانو په راجمع کيدو بنديز وي۔
نوټي فکيشن مطابق دفعه 144 دوران به اسلام آباد کښې د مذهبي يا سياسي جماعتونو په جلوسونو، غونډو او دهرنو هم بنديز وي ۔
ياده دې وي چې باني پي ټي آئي عمران خان په څليريشتم نومبر ټول ملک کښې د حمتي احتجاج کولو اعلان کړې او دې لړ کښې تحريک انصاف تياريانې هم جاري دي ۔
د باني پي ټي آئي کورودانه بشریٰ بي بي پيښور کښې وزيراعلیٰ هاؤس کښې د پارټۍ د غونډو مشري کوي او هغوي ته د احتجاج کاميابولو لپاره موقع په موقع هدايات هم جاري کوي ۔