باکو: متحده قامونو زيرانتظام آزربائيجان کښې موسمياتي بدلون متعلق نړيوال کانفرنس کوپ ټوئنټي نائن ته خپل خطاب کښې وزيراعظم وئيلي چې پاکستان د موسمياتي تبديلۍ نه زيات متاثره ملک دې، د دې چيلنج نه وتو لپاره ترقي پذير ملکونو ته د شپږ اعشاريه اته زره ټريلين ډالر ضرورت دې ۔
وزيراعظم شيهبازشريف اووئيل چې پاکستان پشمول ټوله نړۍ د موسمياتي تبديلۍ چيلنج سره مخ ده، د دې چيلنج نه راوتو لپاره به د يو اين په فريم ورک عمل درامد کول وي ۔
وزيراعظم اووئيل چې پاکستان په نيزدې وخت کښې د دوه تباه کن سيلابونو سره مخ شوي وو، د موسمياتي تبديلۍ خطرات کمولو لپاره به ترقي پذير ملکونو له د کال دوه زره ديرشم پورې شپږ اعشاريه اته زره ټريلين ډالر ضرورت وي، دې لپاره نړېوالي قوتونو ته توجه ورکول پکار دي ۔
بلخوا افغانستان هم په دغه کانفرنس کښې شرکت کوي، ميډيا رپورټ مطابق آذربائيجان کالائمنټ فنانس ايکشن فنډ لس ملکونو نه يو ارب ډالر رضاکارانه توګه جمع کوي ۔