کور کمانډر پيښور د ملاکنډ پوهنتون دوره وکړه. هغه د پوهنتون له محصلینو او استادانو سره وکتل او هغوی ته یې د پاکستان د پوځ او فرنټیر کور شمال د سولې او پرمختګ نوښتونو په اړه معلومات ورکړل.
کور کمانډر پيښور طالبعلمانو ته د خبرو په وخت اوويل چي د خيبرپښتونخوا ځوانان ډير استعدادونه لري او دوي په مختلفو شعبو کښي د ملک پرمختګ کښي خپل کردار لوبوي۔ ده له ځوانانو وغوښتل چې له ټولنيزو رسنيو سمه استفاده وکړي. طالب علمانو د کور کمانډر پيښور نه د امنيت او امن قائمولو په اړه بيلابيلې پوښتنې وکړې او مختلف تجويزونه يې وړاندې کړل.
محصلینو د کور کمانډر پېښور لیدنه خورا ګټوره وبلله او ویې ویل چې کور کمانډر موږ ته د هیواد د امنیتي وضعیت په اړه پوښتنو ته مفصل ځوابونه ورکړل چې زموږ په پوهه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. هغه زیاته کړه چې په دې غونډه کې زموږ ډېرې غلط فهمۍ لرې شوې. هغه پوهنتون ته په راتګ د کور کمانډر پېښور مننه وکړه.