غيرملکى ميډيا رپورټونو ترمخه اسرائيل د ايران پوځى اهداف په نښه کړى او حملو کښې سل اسرائيلى جنګى جازونو او ډرونز برخه اخستې ۔
رپورټس کښې وئيلي شوي چې اسرائيلي فوج د ايران په شل ميزائل او ډرون تنصيباتو په درې مختلو مرحلو کښې حملې شويدي ۔
د ايران خارجه وزارت د اسرائيل په حملو کښې د دوه ايرانى پوځيان د شهادت تصديق کړې او وئيلى ئې دى چې ايران د خپل دفاع پوره حق لري ۔
د اسرائيل پوځ وينا ده چې د اکتوبر مياشتې په وړومبې نيټه د ايرانى حملې دا جواب وو او دهړکه ئې ورکړې که چرې اوس ايران جوابي کاروائي اوکړه نو راتلونکي حملې به هدفي نۀ وي ۔۔