شپږ ويشتم آئيني ترميم باندې عمل درآمد جاري دې، دې لړ کښې د سپريم کورټ رجسټرار د چيف جسټس تقررۍ لپاره درې نومونه دولس کسيزه پارليماني کميټي ته ليږلي دي ۔
وزارت قانون لخوا د سپريم کورټ نه د درې سينئر موسټ ججانو نومونه غوښتې شوي وو، کوم چې اوس رجسټرا د پارليمان خصوصي کميټي ته ليږؒې دي ۔
د سپريم کورټ لخوا ليږلې شوې نومونو کښې د جسټس منصور علي شاه، جسټس منيب اختر او جسټس يحيیٰ آفريدي نومونه شامل دي ۔
دغه فهرست کښې جسټس منصور علي شاه سينئر موسټ ، جسټس منيب اختر په دوئم نمبر او جسټس يحيیٰ آفريدي په دريم نمبر سينئر ججان دي ۔
پارليماني کميټي به د دغه نومونو جاج اخلي او بيا پکښې د يو جج نوم ته د چيف جسټس په حيث سفارش کوي او دغه نوم به بيا وزيراعظم ته ليږلې شي ۔
د وزيراعظم منظورۍ نه پس به حتمي منظورۍ لپاره صدر مملکت ته ځي او دا شان به نوې چيف حسټس مقرر کړې شي۔