اسلام آباد: د آئيني تراميم منظورۍ لپاره طلب کړې شوې د وفاقي کابينې، د قامي اسمبلۍ او سينټ غونډې سبا بيا طلب کړې شويدي ۔
د وزيراعظم شهبازشريف مشرۍ کښې رابللې شوې د وفاقي کابينې غونډه د آئيني تراميم منظورۍ نه بغير سباسحر نهه بجوپورې ملتوي شويده ۔
د وفاقي کابينې اجلاس ماسخوتن اووه نيمې شروع شوې وو چې پکښې وفاقي وزيرانو او دکابينې نورو اراکينو ګډون کړې وو۔
اعلاميے ترمخه اجلاس بغير د څه کاروائۍ نه سبا پورې ځنډولې شوې او سبا سحر دوباره طلب کړې شويدې ۔
بلخوا د آئيني تراميم منظورۍ لپاره د چيئرمين يوسف رضا ګيلاني مشرۍ کښې د سينيټ غونډه هم شوې چې پکښې د سانځه کارساز پيښې دوران شهيد شوي کسانو لپاره فاتځه خواني شوې ده ۔
اجلاس د وفاقي کابينې اجلاس لوجې يوې ګهنټې لپاره ملتوي شوې وو ، ولې بيا د سينيټ اجلاس هم سبا پورې اوځنډولې شو۔
دې ترڅنګ د قامي اسمبلۍ غونډه هم نن رابللې شوې چې پکښې د آئيني تراميم وړاندې کولو امکان وو، ولې دې ايوان کښې هم آئيني تراميم په اړه مسوده نۀ ده وړاندې شوې او د قامي اسمبلۍ اجلاس هم سبا پورې ملتوي کړې شويدې ۔
سبا به د آئيني تراميم مسوده اول وفاقي کابينه کښې منظورۍ لپاره پيش کيږې او بيا قامي اسمبلۍ او سينيټ کښې هم وړاندې کولې شي، امکان دې چې سبا آئيني تراميم منظور کړې شي ۔