شنګهائي تعاون تنظيم غونډه کېښ ګډون لپاره راغلې د چين وزيراعظم لي چيانګ د پاکستان عسکري قيادت سره ملاقات کړېدې ۔
ملاقات پر مهال لي چيانګ سره د چين نه راغلې اعلیٰ سطح وفد هم شامل وو۔
د پاکستان عسکري قيادت کښې چيئرمين جوائنټ چيفس آف سټاف کميټي ،آرمي چيف،د پاک فضائي سربراه او د پاک نيوي مشر شامل وو۔
ملاقات دوران د پاکستان او چين ترمينځ اړيکې نورې مضبوطولو او دا نور غزولو عزم څرګند شويدې ۔
په دې موقع دواړو ملکونو ترمينځ دفاع او ترهه ګرۍ خلاف جنګ په اړه اهم چارو باندې خبرې شويدي ۔
د چين وزيراعظم لي چيانګ د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د پاک فوج کردار ستائلې او ترهه ګرو خلاف جنګ کښې د پاکستان هر قسمه مرستو کولو يقين دهاني کړې ده ۔