د فيصل آباد په اقبال سټيډيم کښې لوبيدلې د ون ډے چيمپيئنز کپ فائنل ميچ کښې د مارخورز کپتان افتکار احمد تاس ګټلې وو او پخپله ئې اول د بيټنګ فيصله کړې وه، کومه چې غلطه ثابت شوې وه ۔
د پيتهرز باولرانو بهترين باولنګ لوجې د مارخورز ټول ټيم څلور ديرشم اوور کښې صرف يو سل دوه ويشت رنز باندې آؤټ شوې وو، چې پکښې فخر زمان شپږ څلويښت، حسيب الله خان اووه ويشت او بسم الله خان شپاړس رنز جوړ کړي وو۔
پينتهرز طرف نه محمد حسنين او عرفات منهاس درې ، درې او ساجد خان دوه وکټې په خپل نوم کړې دي ۔
د مقرره يو سل دري ويشت هدف د پينتهرز ټيم اتلسم اوور کښې په پنځه وکټو آسانۍ سره پورا کړې او ټرافي ئې په خپل نوم کړېده ۔
فائنل ميچ کښې دوه وکټې، دوه کيچونه او پنځلس رنز جوړولو باندې ساجد خان بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
دغه شان ټول ټورنامنټ کښې شاندار باولنګ لوجې اوولس وکټې اخستو باندې محمد حسنين بهترين لوبغاړې ګوځولې شويدې ۔