د سپيکر بابر سليم سواتي په مشرۍ کښې شوې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ اجلاس کښې مسلسل په دوئمه ورځ هم سياست کښې لاس وهنې باندې په اسټيبلشمنټ سختې نيوکې شويدي ۔
اجلاس ته حکومتي غړي شفيع الله خان وينا وه چې مونږ د فوج خلاف نه يو،ځيني پټ قوتونه دي کوم چې جعلي حکومت سره تعاون کوي ۔
شفيع الله خان اووئيل چې لکي مروت کې پوليس په بغاوت لاس پورې کړے،پکار ده چې د هغوي مطالبات واوريدلے شي،او اومنلے هم شي ۔
اسمبلۍ ته حکومتي غړي لياقت علي خان وئيلي چې د اسمبلۍ کار قانون سازي ده ،او د څوکيدار کار څوکيداري، دا ملک زمونږ دے او هر يو تن باندې د ملک آئين او قانون لازم او ملزوم دې ۔
اجلاس ته د پي ټي آئي مرور رکن او کابينې نه لرې کړې شوې رکن صوبائي اسمبلي شکيل خان خپل بيان پښتو کښې کړے او وئيلي دي چې زما سره څه شوي هغه خبرې به په بله موقعه کووم،خو ځيني سوالونه دي چې جواب ئې لازمي دے ۔
شکيل خان اووئيل چې باني پاکستان ته ايمبولينس چا خراب کړےوو؟ لياقت علي خان چا وژلې؟ او د افغان وار روستو دلته جهادي تنظيمونه او کلاشنکوف کلچر چا عام کړېدې؟
شکيل خان دا هم وئيلي چې دلته د تور نه سپين او د سپين نه تور جوړيږي،او زماغلطي سپين ته سپين او تور ته تور وئيل دي ۔
اسمبلۍ کښې انورزيب خان،رانګيز خان ، عبدالغني،شفيع جان،هم ويناګانې کړي،او په اسټيبلشمنټ ئې سختي نيوکې کړيدي ۔