نن په ټول هېواد کې د دفاع او شهيدانو ورځ په دوديزه جوش او جذبې سره نمانځل کېږي چې د وطن د دفاع په خاطر يې خپل ژوند قربان کړ. د هېواد په ګوټ ګوټ کې نن ورځ په جوماتونو کې د توپونو په سلامۍ او دعاګانو سره پيل شوه او په مزار قائد کې د ساتونکو د بدلون ستر مراسم ترسره شول.
نن ورځ موږ ته د ۱۹۶۵ کال د سپټمبر د شپږمې د جګړې یادونه کوي، چې هند له نړیوالې پولې تېر شو او د شپې په تیاره کې یې پر پاکستان برید وکړ، خو د پاکستان پوځ د دښمن دغه ناپاک ارمانونه شنډ کړل. د دفاع او شهيدانو د ورځې مهمه دستوره به نن شپه اته بجې جي ايچ کيو كښې كېږي، وزيراعظم شهباز شريف به د دستورې مشري كوي، د پوځ مشر جنرال عاصم منير، اعلی سول او پوځي مشران به هم ګډون كوي۔
د سپټمبر د شپږمې په مناسبت خپل ځانګړي پېغام كښې صدر آصف علي زرداري وئيلي دي چې دا ورځ د قامي حاكميت د دفاع لپاره د نه متزلزل ملي عزم يادونه كوي۔ ده ووئيل وسله وال پوځ د قامي حاكميت، ملي سالميت په وړاندې د ورپېښو چيلنجونو سره د مقابلې لپاره تل تيار دي، په سيمه كښې دايمي امن د كشميري اولس د ستونزو په هوارولو سره شونې ده۔
وزيراعظم شهباز شريف په خپل پېغام كښې وئيلي دي چې د وسله والو ځواكونو سترو هلو ځلو په 6 ستمبر 1965 حمله كوونكي دښمن ته ماتې وركړه٬ د كشمير مسئلې نه حل كول په سيمه كښې د امن او پرمختګ په لاره كښې تر ټولو لوې خنډ دي۔
د پاکستان د دفاع او شهیدانو د ۵۹مې ورځې په مناسبت د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن، د پاکستان د پوځونو او وسله والو ځواکونو مشر په خپل پېغام کښې وویل، نن مونږ په فخر سره د ۱۹۶۵ کال د جنګ د فاتحې میراث یاد کوو، چې د ملت نه هیریدونکې ده. عزم او د نه منلو وړ جذبې مثال.
د آئي اېس پي آر ترمخه 59 کاله وړاندې پاکستاني ځواکونو په قاطعانه توګه ددښمن ناپاک ارادې ناکامې کړې او داسې کاميابي يې ترلاسه کړه چې په تاريخ کې به تل ليکل کيږي.