پيښور کښې خبري غونډې ته خپله وينا کښې مشير اطلاعات بيرسټر سيف وئيلي دي چې وزير اعلیٰ د کومې خبرې د اعتماد ووټ واخلي، په اسمبلۍ کښې خو د پي ټي آئي درون اکثريت دې ۔
بيرسټر سيف اووئيل چې که بيا هم ګورنر شوق لري او د وزير اعلیٰ نه د عدم اعتماد ووټ اخستو خبره کوي، نو هغيه دې خپل دا شوق هم پورا کړي ۔
بيرسټر سيف اووئيل چې ګورنر فيصل کريم کنډي دې په تحريري توګه د عدم اعتماد لپاره قانوني تقاضه هم پورا کړي، د ګورنر ټوله غصه د وزير اعلیٰ او د هغه رور نه د انتخاباتو بيلولو ده ۔
بيرسټر سيف وئيلي دي چې ګورنر په وزير اعلئ باندې د ټرانسفر په بدل کښې پيسواخستو الزام هم لګولې دې،کيس په عدالت کښې روان دې ګورنر دې خپل الزامات ثابت کړي او دا چې که چرې ګورنر خپل الزامات ثابت نکړل بيا دې مستعفي شي ۔
بيرسټر سيف دا هم وئيلي دي چې ګورنر ته تر دې دمه يقين نه راځي چې هغه ګورنر دې او کنه په دې غرض روزانه سحر چې پاسي اول شيشه کښې ځان ګوري چې زه ګورنر هاوس کښې يم که نه، او دا چې د ګورنر هسې هم هيڅ کار نشته ځکه تش بيانونه ورکوي ۔