د ګارډين ورځ پانړے خپل مضمون کښې ليکلي چې باني پي ټي آئي اسامه بن لادن ته شهيدوئيلي وو، هغه کابل نه د نيټو فوج انخلا وروستو افغان طالبانو ته مبارکي ورکړې وه ۔
مضمون کښې ليکلي شوي چې د باني پي ټي آئي اميداواري د اکسفورډ اوسنې او ورستنيو زنانؤ ګريجويټس سپکاوې دې ۔
ګارډين ورځ پاڼي د اکسفورډ يونيورسټۍ وائس چانسلرۍ لپاره ليډي ايلش انجيوليني بهترين اميدواره ګرځولې او وئيلي چې ليډي ايلش انجيوليني د اکسفورډ يونيورسټې اثاثه ده او هغه يو غير سياسي زنانه ده ۔
تر دې وړاندې ډيلي ميل هم د باني پي ټي آئي اکسفورډ يونيورسټۍ چانسلر شپ په اميدوارې سنګين سوالونه پورته کړي وو ۔
برطانوي اخبار باني پي ټي آئي د طالبانو ملګري ګرځولي او سوال ئي پورته کړي چي آيا باني پي ټې آئي د اکسفورډ يونيورسټي چانسلر شپ لپاره واقعي يو بهترين انتخاب دې ۔