وفاقي حکومت ټول ملک کښې يوټيلټي اسټورز بندولو فيصله کړيده ۔
وفاقي حکومت دې لړ کښې يوټيليټي سټورز انتظاميې ته د يوې مياشت پورې وخت وکړيدې ۔
حکومتي فيصلې سره ټول ملک کښې يوولس زره نه زيات ملازمين نوکرۍ ختميدو انديښنه ده ۔
د يوټيليټي سټورز انتظاميې وئيلي چې په ټولو سټورونو کښې وفاقي حکومت سبسډي هم ختم کړېده ۔
انتظاميې وينا ده چې مونږه سره شپږ زره ملازمين په مستقل بنياد او پنځه زره نه زيات ملازمين کنټريکټ او ډيلي ويجز باندې کار کوي ۔
د يوټيليټي سټورز ملازمينو حکومتي فيصلې نه پس د سخت احتجاج شروع کولو اعلان کړيدې ۔