د سرچينو ترمخه ترهه ګر ډلې بلوچستان لبريشن فرنټ يعنې بي ايل ايف کښې خپل مينځي اختلافات رامخې ته شوي دي ۔
د بلوچستان لبریشن فرنټ تر ټولو مطلوب ترهه ګر مشر شمبین عرف شهک د خپل ملګرو په ډزو وژلې شويدې ۔
سرچینې وائي چې د بهارت مالي مرستو سره جوړ ترهه ګرې ډلې کښې د اختياراتو او فنډنګ لوجې اختلافات نور هم سيوا شويدي ۔
وژل شوی ترهه ګر شمبین عرف شهک د بي ايل ايف تر ټولو مهم قومندان وو چې په ګڼو ترهه ګرۍ پيښو کښې ککړ وو ۔
سرچينې زياته کړې چې قانون نافذکونکو ادارو ته د شمبين عرف شهک په سيکيورټي اهلکارانو او سرکار ته تسليم شوې کسانو په وژنه کښې هم ککړ وو ۔
شمبین عرف شاهک په بلوچستان کښې پر امنیتي ځواکونو په څو بریدونو کښې ککړ وو ۔