خپل يو بيان کښې مشير خزانه مزمل اسلم وئيلي چې وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور لخوا جاري شوې دې ايجنډې ته عوامي ايجنډه خيبر پښتونخوا اصلاح يا سزا نوم ورکړې شوېدې .
مشير خزانه وئيلي چې د ايجنډې هدايات او ډيډ لائن د صوبې ټولومحکمولپاره دي اودې لړ کښې د صوبې ټولو انتظامي مشرانو ته مراسله هم ليږلې شويده ۔
مزمل اسلم مطابق ټولې محکمې به روزانه دوه ګهنټې عوامي شکايات اوريدو لپاره مقرر کوي، ټول متعلقه افسران به د مياشتې په اولني تاريخ رپورټ پيش کوي
مزمل اسلم وئيلي چې د دغه ايجنډې لاندې به عوامي مقامات او محکمو کښې د صفائي مهم هم چليږي ۔
هغه مخکښې اووئيل چې غير ضروري پينافليکسز، بينري، تارونه به هم ختمولې شي ۔
ايجنډے مطابق ټولو تعليمي ادارو او عوامي مقاماتو کښې به د صفا اوبو لپاره به انتظآمات کولې شي ۔
مزمل اسلم زياته کړې چې د صوبې د خلقو مسئلې حل کولو لپاره وزيراعلیٰ ټک ټاک ويډيوز نه بلکه عملې اقدامات شروع کړيدي ۔