اسلام آباد: پارليمنټ هاؤس کښې د حماس رهنما اسماعيل هانيه غائبانه جنازه ادا شوېده
غائبانه جنازې کښې وزيراعظم شهبازشريف ،نائب وزيراعظم اسحاق ډار، د قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق ،وفاقي وزيرانو او د پارليمان اراکينو ګنړ شمير کښې ګډون کړېدې
بلخوا تهران کښې د اسرائيل حمله کښې قتل شوې د حماس ډلې مشر اسما عيل هانيه وژنې خلاف قرارداد هم په متفقه توګه منظور شويدې
قرارداد خارجه وزير اسحاق ډار ايوان کښې وړاندې کړې ،چې پکښې وئيلي شوي چې پاکستان د هرقسمه دهشت ګردۍ مذمت کوي
قرارداد کښې په غزه کښې د فوري جنګ بندۍ مطالبه شوده
ايوان ته وينا په وخت وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د اسماعيل هنيه په قتل ټوله نړۍ خفه ده،د هغه وژنه امن کوششونو ته لوئې نقصان رسولي دے
بلخوا تيره ورځ د اسرائيل په فلسطينيانو سره يو والي او د اسماعيل هانيه وژنې په حواله د وزيراعظم شهبازشريف مشرۍ کښې د د اتحادي جماعتونو اجلاس شوې وو
اجلاس کښې دحماس رهنما اسماعيل هانيه په قتل نن جمعې په ورځ ټول ملک کښې دسوګ نمانځلو فيصله شوې وه
اجلاس پر مهال دا فيصله هم شوې وه چې په دې حواله به قامي اسمبلۍ کښې خصوصي قرارداد هم وړاندې کولې شي