خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د خيبر نيوز پروګرام کے پي آور کښې کوربه جمشيدعلي خان سره خصوصي مرکه کړې او ټوله نړۍ کښې ئې د پښتنو لپاره د خېبر نيوز ځانګړي خدمات سائيلي دي
ګورنر خېبرپښتونخوا وئيلي چې خېبر ټي وي ډير ښه کار کوي،پښتانه که پاکستان کښې دي او که بهرملکونو کښې اوسيږي، هغوي ته خېبر ټي وي دا موقع ورکړې چې په خپله ژبه کښې د تازه ترين حالاتو نه ځان خبر کړي
فيصل کريم کنډي اووئيل چې دې نه وړاندې هم ما وئيلي وو چې دا د مقابلې دور دے په دې دور کښې څوک په مقابله کښې شامل وي او ښه کار کوي نوهغه به وړاندې ځي
د ګورنرخيبر پښتونخوا وينا وه چې دا داسې نه ده چې ګنې خېبر ټي وي صرف يو چينل دې،د پښتنو دې اداره کښې ناست خلقو کار ډير مهم دے
ګورنرفيصل کريم کنډې مخکښې اووئيل چې هر دور او هر ځائې کښې د بهترۍ ګنجائش موجود وي،ولې خيبر نيوز چې په کوم رنګ د پښتنو ترجماني کوي هغه د چانه پټه نه ده
ګورنر فيصل کريم کنډي دا هم وئيلي چې خيبرنيټ ورک به د پښتنو د خدماتو په حواله خپل اهم کار هم دغه شان جاري ساتي