د اسرائيل په غزه بمبارۍ سلسله جارې، تازه حملو کښې نور اووه سوه فلسطيني شهيدان شوې ،چې ورسره په مجموعي توګه د شهيدانو شميره شپاړس زره نه سيوا شويده ،بلخوا اووم اکتوبر نه تر اوسه پورې اسرائيل حملو کښې د غزه نيمې نه سيوا ودانې ړنګي شويدې ،چې پکښې پنځه ديرش هستپالونه،او يو سل اووه شپيته مذهبي عبادت خانے هم تباه کړې شويدې۔
شمالي غزه روستو اسرائيل جنوبي غزه باندې هم بمونه وراولي ،تير څلريشت ګهنټو دوران اووه سوه نه سيوا نور فلسطيني شهيدان کړے شوې ، چې ورسره په مجموعي توګه دفلسطيني شهيدانو شميره شپاړس زره نه اوړيدلے ده
فلسطيني خبرې ادارې مطابق اسرائيل مغربي غاړې مختلف سيمو کښې چهاپے وهلي او يو شمير فلسطينيان ئې ګرفتار کړي هم دي۔
بلخوا اووم اکتوبر نه تر اوسه پورې داسرائيل لخوا په غزه بمبارۍ کښې شپيته فيصد يعني درې لاکه نه سيوا کورونه تباه کړې شوي، چې پکښې پنځه ديرش هسپتالونه، يو سل اووه شپيته مذهبي عبادت خانے او درې سوه نهه ديرش تدريسي ودانې شامل دي عرب ميډيا ترمخه اسرائيلي فوج اووه اتيا ايمبولينس هم تباه کړيدې۔