د حماس او اسرائيل ترمنځ نښته په اتلسمه ورځ هم جاري ده، تيرو څلريشتو ګنټو کښې د اسرئيل حملو په نتيجه کښې د فلسطين پينځه سوه شپږ اويا وګړي وژلې شوې، د کوم وروستو چې د شهيدانو شميره پينځو زرو نه هم زياته شوې۔
د اسرئيل لخوا په فلسطين د حملو سلسله وس هم روانه ده، تيرو څلريشتو ګنټو کښې د اسرائيل حملو لوجې فلسطين کښې پينځه سوه شپږ اويا کسان نور وژلې شوي، چې پکې ماشومانو او زنانه هم شاملې دي۔
غير ملکي ميډيا ترمخه تر دې دمه د اسرئيلي حملو په نتيجه کښې پينځه زره دوه سوه نه سوا خلق شهيدان شوي، چې پکې دوه زره پينځه پنځوس ماشومان او يوولس سوه زنانه هم شاملې دي، دغه شان ژوبل شوو کسانو شميره پينځلس زره نه زياته شوې ولې اته سوه ماشومانو بشمول پينځلس زره کسان بے درکه شويدي۔