تخت بھائي (ملک رحمان)څو ورځې وړاندې د تخت بهائي نه اغوا شوي دوه ماشومان تيره ورځ افغانستان کښې د يو مشترکه کاروائۍ دوران بازياب کړې شوي وو
اغوا شوي ماشومانوکښې پنځه کلن موسیٰ او يوه ماشومه شامل وو
انټيلي جنس ادارو او افغان پوليس لخوا د افغانستان خوست ولايت کښې شوې مشترکه خصوصي کاروائۍ کښې تښتولې شوې يوه ماشومه او يو ماشوم بازياب شويدي
د تخت بهائي مقامي پوليسو د ماشومانو د بازيابي تصديق هم کړې وو
دغه دواړه ماشومان تخت بهائي کېښ خپل مور پلار ته سپارلې شويدي
د دغې اغوا کيس په اړه درج شوې ايف آئي آر کښې وئيلي شوي چې افغانستان سره تعلق لرونکے ضياالحق څوک چې د دوي په کور کښې په کرايه اوسيدو ،د هغوي ماشوم ئې اغوا کړې ،او سره د خپلې کورنۍ افغانستان ته تښتيدلې دي
ايف آئي آر درج کيدو روستو پاکستان او افغان ايمبيسي تر مينځه قانوني کاروائي مکمل کيدو سره پاکستاني انټلي جنس ادارو او افغان پوليسو په خوست ولايت کښې مشترکه کاروائي کړې وه، چې پکښې پينځه کلن ماشوم موسیٰ بازياب شوې وو
بلخواسرچينو مطابق انټيلي جنس بيسډ شوې آپريشن دوران يوه بله اووه کلنه ماشومه هم بازياب شوې وه
دبازياب شوې ماشومې تعلق هم د تحصيل تخت بهائي سيمې ساړوشاه سره ښودلې شويدې